کور ته بېرته

د نبراس اپلېکېشن په اړه

نبراس يو عصري تعليمي او اداري اپلېکېشن دی، چي د مدرسو، ښوونځيو، پوهنتونونو او نورو تعليمي ادارو د ورځنيو اداري چارو د منظم، اسانه او خوندي مديريت لپاره جوړ سوی دی. دا اپلېکېشن د ادارې، استادانو، شاګردانو، سرپرستانو او کارکوونکو ترمنځ همغږي زياتوي او د ورځنيو چارو تنظيم اسانه کوي. د نبراس اپلېکېشن د استعمال طريقه:

د نبراس اپلېکېشن د استعمال طريقه

د نبراس اپلېکېشن د کارولو لپاره لاندي مرحلې په ترتيب سره ولولئ او عملي يې کړئ.

  1. 1

    د هرکلي پاڼه

    کله چي اپلېکېشن پرانيزئ، لومړی د هرکلي پاڼه درته ښکاري. له همدې ځايه کولای سئ نوی حساب جوړ کړئ يا که پخوا مو حساب جوړ کړی وي، نېغ د ننوتلو پاڼي ته ولاړ سئ.

  2. 2

    حساب جوړول

    که لومړی ځل نبراس کاروئ، د «نوی حساب جوړول» تڼۍ کښېکاږئ. اړين معلومات په سمه توګه وليکئ او حساب جوړ کړئ. وروسته به وکولای سئ د همدې حساب په وسيله اپلېکېشن ته ننوزئ.

  3. 3

    ننوتل

    که حساب مو لا پخوا جوړ کړی وي، خپل برېښنالیک يا د موبايل شمېره او پټ نوم وليکئ، بيا د «ننوتل» تڼۍ کښېکاږئ. که معلومات سم وي، اپلېکېشن به مو اړونده برخي ته داخل کړي.

  4. 4

    خپله دنده يا موخه ټاکل

    له ننوتلو وروسته به له تاسي وپوښتل سي چي په اداره کي کومه دنده لرئ. د مدير، مرستيال، اداري کارکوونکي، استاد، شاګرد، سرپرست يا بل مناسب رول څخه خپل رول وټاکئ، څو اړوندي برخي درته ښکاره سي.

  5. 5

    د ادارې راجستر

    که اداره مو لا په نبراس کي راجستر سوې نه وي، د ادارې نوم، ډول، موقعيت، لوګو او نور اړين معلومات وليکئ. تر ثبت وروسته به اداره د کار لپاره چمتو سي.

  6. 6

    موجودي ادارې سره يوځای کېدل

    که اداره مو لا له مخه په نبراس کي ثبت وي، نوی حساب مه جوړوئ. د ادارې نوم ولټوئ او د يوځای کېدو غوښتنه ولېږئ. کله چي مدير يا رئيس يې ومني، د ادارې اړوندي برخي ته به لاسرسی پيدا کړئ.

  7. 7

    د شاګردانو او سرپرستانو لاسرسی

    شاګرد يا سرپرست کولای سي د شاګرد د ځانګړي شمېرې يا ځانګړي کوډ په وسيله خپل حساب د ادارې سره ونښلوي. تر منظورۍ وروسته به اړوند معلومات ورته ښکاره سي.

  8. 8

    د داخلي غړيتوب

    دا برخه د ادارې د کارکوونکو لپاره ده. دلته د استادانو، اداري کارکوونکو او نورو غړو معلومات ثبتېږي، دندو ته ټاکل کېږي او د هر چا د لاسرسي کچه تنظيمېږي.

  9. 9

    د دندې غوښتنه

    که غواړئ د يوې ادارې سره د استاد يا اداري کارکوونکي په توګه کار وکړئ، د خپلې دندې غوښتنه، ژوندليک (CV) او اړين اسناد ولېږئ. د ادارې له منظورۍ وروسته به ستاسي غوښتنه ومنل سي.

  10. 10

    کورپاڼه

    کورپاڼه د اپلېکېشن اصلي برخه ده. له همدې ځايه د ادارې بېلابېلو برخو ته لاسرسی پيدا کوئ او ټول مهم معلومات په يوه ځای کتلای سئ.

  11. 11

    اداري مديريت

    په دې برخه کي د تعليمي کلونو، صنفونو، مضمونونو، استادانو، شاګردانو، سرپرستانو، حاضرۍ، ازموينو، راپورونو او نورو اداري چارو تنظيم او مديريت ترسره کېږي.

وړاندي کوونکی: نبراس ګروپ — برېښنالیک: app.hammad@gmail.com